وفاقي وزيرې شازيه مري د جيو او جنګ ګروپ صدر عمران اسلم په مړينه خواشيني اوښودله

کراچی ۔2دسمبر(اے پی پی) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بېنظير انكم سپورټ پروكرام مشرې شازيه مري د جيو نيوز او جنګ ګروپ صدر عمران اسلام په مړينه د ژور خفګان او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې دې ووئيل د صحافت په څانګه كښې د عمران اسلم په زړه پورې خذمات به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ دې غمجنې كورنۍ سره …

کراچی ۔2دسمبر(اے پی پی) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بېنظير انكم سپورټ پروكرام مشرې شازيه مري د جيو نيوز او جنګ ګروپ صدر عمران اسلام په مړينه د ژور خفګان او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې دې ووئيل د صحافت په څانګه كښې د عمران اسلم په زړه پورې خذمات به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ دې غمجنې كورنۍ سره خواخوږي څرګندولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔