پېښور ٬ د خېبر پښتونخوا آئي جي پي د ځوي درملنو لپاره انسپكټر ته د 1 لك روپو چېك وركړو

پېښور ۔2 دسمبراے پی پی) د خېبر پښتونخوا انسپكټر جنرل آف پوليس (آئي جي پي) معظم جاه انصاري د ناروغه ځوي درملنو له د خېبر ضلعې يو انسپكټر ګل داد خان ته د يو لك روپو چېك وركړے۔ د پوليس لائنز لخوا د جاري شوي بيان له مخې آئی جی پی د پولیس انسپکټر د ناروغه ځوي په روغتون كښې د خرڅونو پورته كولو اعلان هم كړے دے۔ پولیس انسپکټر …

پېښور ۔2 دسمبراے پی پی) د خېبر پښتونخوا انسپكټر جنرل آف پوليس (آئي جي پي) معظم جاه انصاري د ناروغه ځوي درملنو له د خېبر ضلعې يو انسپكټر ګل داد خان ته د يو لك روپو چېك وركړے۔ د پوليس لائنز لخوا د جاري شوي بيان له مخې آئی جی پی د پولیس انسپکټر د ناروغه ځوي په روغتون كښې د خرڅونو پورته كولو اعلان هم كړے دے۔ پولیس انسپکټر ګل داد خان د خپل 11 كلن ځوي كوم چې د زړه په رنځ كښې مبتلا دے درملنو لپاره آئي جي پي ته د مرستې خواست كړے وو۔ ګل داد خان په خواست كښې ليكلي وو چې ما خپل هر څه د ځوي په درملنو مصرف كړي دي او اوس نورو درملنو لپاره رقم نه لرم۔ آئي جي پي په درخواست فوري عمل كولو سره پوليس انسپكټر ته د پوليس محكمې لخوا د يو لك روپو چېك وركړو