په خېبر پښتونخوا كښې د راروانو دېرشو كلونو ضرورتونو تر مخه منصوبه بندي شوې۔ وزيراعلی محمود خان

مانسهرہ ۔1 دسمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی محمود خان وئيلي دي په صوبه كښې مو د راروانو دېرشو كلونو ضرورتونو تر مخه منصوبه بندي كړې٬ د اربونو روپو ماليت چشمه رائټ بنك لفټ كنال منصوبه منظور كړې شوې ٬ جبوړي او بالاكوټ هائيډرو پاور پراجېكټس سره به مانسهره كښې د پرمختګ يو نوے دور پېل شي٬ مانسهره كښی د هائیډرو پاور پراجېکټس د آمدن لس فيصده به د سيمې په پرمختګ مصرف كولے شي او په نان ټيكنيكل چوكو به ځائي وګړي بھرتي كولې شي٬ ده ووئېل صوبائي پاور ټرانسمشن اېنډ ډسپېچ كمپني جوړوؤ ٬ د كمپنۍ د لارې به خلقو ته ارزانه برېښنا وركولې شي۔ د زيارت په ورځ په مانسهره كښې د هائیډرو پاور پراجېکټس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وزيراعلی ووئيل د 18 اربه روپو مانسهرہ ګرېوټی واټر سپلائی منصوبه هم منظور كړې شوې۔ په سوئيلي ضلعو كښې كركيلې ته په وده وركولو كار كوؤ٬ په خېبر پښتونخوا كښې به د پرمختګ دور به دغسې روان وي۔ ده ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې د حقيقي آزادۍ تحريك به دغسې روان ساتلے شي۔ ده په مانسهره ضلع كښې د تناول تحصيل جوړولو اعلان هم وكړو