د بې وزلۍ د لاسه زده كړو څخه د محرومو ځوانونو مرسته كول زمونږ اولنے فرض دے ٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي

پېښور ۔1دسمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلامي علي وئيلي دي لوستې ځوانان دې داسې لارې جوړې كړي چې ورسره په ټولنه كښې د زده كړو څخه محرومو ځوانانو لپاره د روزګار موقعې رامخې ته كړې شي او په ټولنه كښې د بې وزلۍ د لاسه د زده كړو څخه د محرومو ځوانانو مرسته زمونږ تر ټولو وړومبے فرض دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اقراﺀ نېشنل يونيورسټۍ پیښور په درېم كانوكېشن كښې د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل ځوانان دې په ايماندارۍ او اخلاقيات كښې خپل نوم پېدا كړي٬ خواري او ستړې دې د خپل ژوند برخه وګرځوي ولې چې پلار د ژوند او ګټې زياته برخه په بچو مصرف كوي۔ ده ووئيل ځوانان دې د مور پلار او استاذانو احترام خپل شعار جوړ كړي ولې چې دې نه غېر د كاميابۍ سفر ممكن كېدے نه شي۔ ده ووئيل د ګورنر او چانسلر په حېث به د ټولو تعليمي ادارو معيار ښه كولو له عملي ګامونه پورته كوم۔ ده د اقرا پوهنتون استاذانو ته په دې مباركي وركړه چې د دغې پوهنتون يو زده كونكے د پېښور ښار ميئر دے او دا د پوهنتون او د استاذانو لپاره يو درناوے دے۔ په دې موقع ده پوهنتون څخه فراغت ترلاسه كوؤنكو 354 زده كوؤنكو هلكانو او انجونو ته ډګرۍ ٬ 31 زده كوؤنكو ته ګولډ مېډل او فراغت ترلاسه كوؤنكو د نورو هلكانو انجونو ٬ مور پلار او استاذانو ته مباركي وركړه