د پخواني وزيراعظم مير ظفر الله خان جمالي دويم تلين سبا لمانځلے شي

ملتان۔1دسمبر(اے پی پی) د پخواني وزيراعظم او نوموړي بلوڅ مشر مير ظفرالله خان جمالي دويم تلين به سبا (د دسمبر په دويمه نېټه) لمانځلے شي۔ ظفرالله خان جمالي د پاکستان د 15م وزيراعظم په توګه خپل خذمات ترسره كړي دي۔ دې د د ذوالفقار علي بهټو په دور کښې د وفاقي وزير په توګه هم پاتے شوے۔ ظفرالله خان جمالي په کال 1977 کښې د صوبائي اسمبلۍ غړے وټاكلے شو او د خوراک او اطلاعاتو صوبائي وزير غوره كړے شو۔ په كال 1982 كښې هغه د خوراك او كركيلې ٬ په 1986 كښې د اوبو او برېښنا او د جونېجو حكومت برطرف كېدو څخه وروستو د رېلوے وزير په حېث خپله وظيفه ترسره كړه۔ هغه په كال 1988 كښې د بلوچستان د لنډ مهاله اعلی وزير په منصب هم پاتے شو۔ دې تېر كال د دسمبر مياشتې په 2 مه نېټه په حق ورسېد او خپله پلارنۍ سيمه روجهان جمالي كښې خاورو ته وسپارلے شو۔