د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطين مسئلې حل له د هڅو كولو غوښتنې قرارداد منظور كړو

ملګري ملتونه ۔1 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې په منظور كړې شوي قرارداد كښې د فلسطين مسئلې حل لپاره د هڅو په كولو زور راوړلے شوے دے۔ د چين خبري اژانس له مخې په دې قرارداد كښې وئيلې شوي چې د منځني ختيز د سولې عمل كښې د حمتي حثيثت په ټولو چارو د باور وړ خبرو پېل كولو له دې په سمدستي توګه اجتماعي هڅې وكړې شي او د فريقېن لخوا حتمي ٬ منصفانه ٬ تلپاتي او بشپړ امن لپاره دې هڅې ګړندۍ كړې شي۔ قرارداد كښې دواړو فريقو څخه غوښتنه وكړې شوه چې هغوي دې د منفي رجحاناتو په سمدستي توګه ختمولو او د امن هڅې مخ په وړاندې بوتللو له حالات رامخې ته كولو كښې خپل ذمه واره كردار ترسره كړي۔ په دې كښې اسرائيل څخه غوښتنه وكړې شوه چې هغه دې د نړيوال قانون لاندې خپلې ذمه وارۍ سختۍ سره ترسره كړي او په مقبوه فلسطيني سيمو كښې د ودانيو كولو په شمول خپل ټول اقدمات بند كړي۔ په قرارداد كښې په ټولو رياستونو او ملګرو ملتونو زور راوړولې شو چې هغه دې د فلسطینی اولس او فلسطيني حكومت اقتصادي ٬ بشري او تكنيكي مرسته روانه وساتي۔ د قرارداد په حق كښې 153 او مخالفت كښې 9 رائې وكارولې شوې او 10 غړو د رايو وركولو عمل كښې برخه وانخسته۔