د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره آئي جي پوليس معظم جاه انصاري وليدل٬ په صوبه كښې د امن په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

پېښور۔29نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره آئي جي پوليس معظم جاه انصاري په ګورنر هاؤس كښې ليدلي او ده سره يۍ په صوبه کښې د امن او امان په روانه وضعه خبرې كړي ۔ په دې موقع ګورنر په پېښور كښې په زياتېدونكو سټريټ كرائمز او د صوبې په نورو ضلعو كښې د ترهګرۍ پېښو كښې په رامخې ته شوي زياتوالي ژوره اندېښنه څرګنده كړه۔ ګورنر د سټريټ كرائمز مخنيوي لپاره د سېف سېټي پراجېكټ په مضبوطولو او دا پياوړي جوړولو له د عملي ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل وګړو لپاره د امن وضعه ښه كولو له به د بلدیاتی نمائندكانو او د پوليس څانكې ترمينځه فعاله تګلاره وضعه كول وي۔ ده ووئيل د پوليس تفتيش سره اړونده څانګه به په عصري بنيادونو اودرول وي۔ په ملاقات كښې انضمام څخه وروستو د خاصه دار او ليويز پوليس ستونزو او د دوي د محرومۍ احساس ختمولو او دوي پوليس شهدا پېكج كښې د شاملولو په اړه هم خبرې وشوې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ځپليو ضلعو ځوانانو ته په پوليس بھرتۍ كښې د تعليمي قابليت په لړ خصوصي رعايت وركولې شي۔ ګورنر ووئيل امن او امان برقرار ساتل او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پوليس قربانيو ته د قدر په سترګه ګورؤ