د سندھ ګورنر کامران خان ټېسوري د بري امام مزار زيارت وګړو

کراچۍ 29 نومبر (اے پي پي) د سندھ ګورنر کامران خان ټېسوري په اسلام آباد كښې د حضر سيد عبداللطيف كاظمي قادري المعروف بري امام د مزار زيارت كړے ٬ په دې موقع د سندھ ګورنر په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني كولو سره ئې د هېواد او قام پرمختګ لپاره خاص دعاګانې هم وكړې۔ دا خبره د سندھ ګورنر هاٶس لخوا په جاري شوې اعلاميه كښې شوې ده