د مور پلار له سیوري څخه د محرومو كوچنيانو پالنه زمونږ د ټولو ګډ مسؤولیت دے٬ بېرسټر علي سېف

پېښور ۔29 نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اعلی وزير خاص مرستيال بېرسټر علي سېف وئيلي دي د اسلام په شمول د ټولو مذهبونو او افكارو بنياد انسانيت دے٬ د مور پلار له سېوري څخه د محرومو كوچنيانو پالنه زمونږ د ټولو ګډ مسؤوليت دے۔ دا خبره ده په یونیورسټی پبلک سکول پېښور كښې د هېلپنګ هېنډ تر اهتمام لاندې په بېلو مقابلو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو يتيمانو …

پېښور ۔29 نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اعلی وزير خاص مرستيال بېرسټر علي سېف وئيلي دي د اسلام په شمول د ټولو مذهبونو او افكارو بنياد انسانيت دے٬ د مور پلار له سېوري څخه د محرومو كوچنيانو پالنه زمونږ د ټولو ګډ مسؤوليت دے۔ دا خبره ده په یونیورسټی پبلک سکول پېښور كښې د هېلپنګ هېنډ تر اهتمام لاندې په بېلو مقابلو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو يتيمانو كوچنيانو لپاره راجوړې كړې شوې كلنې ايوارډ شو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه ایډیشنل ډپټی کمشنر پېښور عمران خان، ایډیشنل داخله سېكتره نعمانه آفریدی، د هېپلنګ هېنډ فار ریلیف اېنډ ډوېلپمنټ ریجنل منېجر وسیم سلیم، د پروګرام ډائرېکټر عارف خلیل او د هېلپنګ هېنډ په كفالت كښې ګردې صوبې څخه پوزيشن ترلاسه كوؤنكو هلكانو او انجونو ګډون وكړو۔ بېرسټر علي سېف ووئيل نېكي او خېر ښېګړه د بشري ټولنې بنياد دے٬ زمونږ پېژندګلو انسانيت دے او انسان هغه دې كوم چې د نورو درد او احساس لري۔ ده ووئيل د مور پلار له سېوري څخه د محرومو كوچنيانو پالنه زمونږ د ټولو ګډ مسؤوليت دے۔ په دې موقعه بېرسټر سېف تلاوت او نعت وړاندې كوؤنكو كوچنيانو ته 5 ٬ 5 زره روپۍ انعام وركړو۔ وروستو بېلو مقابلو كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو هلكانو او انجونو زده كوؤنكو ته لېپ ټاپس، بائیسېکلز، د ګنډلو مشينونه ، ټېبلټس، سپورټس کټس، سکولز بېګز او نغد انعامونه وركړې شول۔