د امريکائي بندېزونو په سبب افعانستان كښې د بشري خواخوږۍ په بنيادي د مرستې وركړې ته زيان رسي۔ د آئي سي آر سي آپرېشنز ډائريکټر

کابل 28 نومبر (اے پي پي) د بشري همدردۍ نړيوال نتظيم انټرنېشنل کمېټي آف رېډ کراس (آئي سي آر سي) آپريشنز ډائريکټر مارټن شوېپ وئيلي دي په افغان حكومت لګولې شوې د امريكائي بنديزونو په سبب جنګ ځپلې هېواد كښې د بشري خواخوږۍ په بنيادي د مرستې وركړې ته زيان رسي ۔ د چين خبر رسنې ادارې سره په خپله مركه كښې ده ووئيل دا مهال مونږ د مرستې هلې …

کابل 28 نومبر (اے پي پي) د بشري همدردۍ نړيوال نتظيم انټرنېشنل کمېټي آف رېډ کراس (آئي سي آر سي) آپريشنز ډائريکټر مارټن شوېپ وئيلي دي په افغان حكومت لګولې شوې د امريكائي بنديزونو په سبب جنګ ځپلې هېواد كښې د بشري خواخوږۍ په بنيادي د مرستې وركړې ته زيان رسي ۔ د چين خبر رسنې ادارې سره په خپله مركه كښې ده ووئيل دا مهال مونږ د مرستې هلې ځلې جاري دي او زما په خيال د مرستې هلو ځلو كښې رامخې ته يو مهم چېلنج لګولې شوي بندېزونه دي، د مثال په توګه د بېنكارۍ څانګه او په داسې نورو څانګو لګولې شوې بندېزونه د مرستې آپرېشنز جاري ساتلو كښې لا ستونزې راپېدا كوي۔ ده ووئيل د امريكائي ځواكونو د انخلاء نه پس امريكې د 9 اربه ډالرو نه زياتې افغان اثاثې كنګل كړي۔ ده ووئيل دا مهمه خبره ده چې په دې ټولو بندېزونو كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد اساني شته كومې چې د آئي سي آر سي غوندې د بشري خواخوږۍ تنظيمونه د كار كولو او حاجت مندو ته د رسېدو جوګه كوي۔ آپريشنز ډائريکټر په افغانستان كښې انساني صورتحال “انتهائي سنګين” ګرځولو سره ووئيل د هېواد د نيمې نه زياتې آبادۍ ته د انساني امداد ضرورت دے ۔ مارټن شويپ ووئيل روغتونونو ته مرسته رسول هم زمونږ په مهمو پروګرامونو كښې يو ده دغسې چې په ګرد هېواد كښې ټولو حاجت مندو افغانانو پالنه باوري كړې شي

مزید خبریں