انډونيشيا كښې زلزله ٬ 2 ورځې پس 6 كلن ماشوم د ملبې څخه ژوندے راوويستلے شو

جکارته ۔24نومبر(اے پی پی) په انډونيشيا كښې د زلزلې د لاسه د يوې ړنګې شوې ودانۍ ملبې څخه 2 ورځې پس يو 6 كلن ماشوم ژوندے راوويستلے شوے۔ د فرانسسي خبر رسنې ادارې له مخې د انډونيشيا په لوئيديز ولايت جاوا كښې د ګل په ورځ د 5.6 شدت زلزله ريكارډ كړې شوې د كومې په نتيجه كښې چې تر دې دمه 271 كسان مړه شوي دي۔ ځائي رضاكار جېکسن کولیبو ووئيل هغه دوه ورځې وروستو يو شپږ كلن كوچنے د يوې ړنګې شوې ودانۍ ملبې څخه ژوندے راويستلے دے۔ د ماشوم مور او نيا په دغه ودانۍ كښې د ملبې لاندې د ګېرېدو له امله مړه شوي دي۔