افغانستان ته د ازبكستان لخوا 125 اېمبولېنسز ترلاسه شول

کابل ۔24 نومبر(اے پی پی) افغانستان ته د ازبكستان څخه 125 اېمبولېنسز ترلاسه شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې د افغانستان د روغتيا وزارت وياند شرافت زمان وئيلي چې افغانستان ته د ازبكستان لخوا په 180 اېمبولېنسز كښې 125 ترلاسه شوي دي۔ ده ووئيل د 60 لكه 51 زره ډالر ماليت دا اېمبولېنسز كابل او نورو ولايتونو كښې د روغتيا خذماتو پياوړتيا لپاره د روغتيا وزارت ته سپارلې شوي دي۔