په سوريه كښې د تركيه بريد زمونږ پوځ خطر سره مخ كړې٬ امريكا

واشنګټن ۔24 نومبر(اے پی پی) امريكا وئيلي دي چې په شام كښې د تركيه بريد زمونږ پوځ خطر سره مخ كړې دې۔ سعودي خبري اژانس د امريكائي پوځ د سېنټرل كمانډ بيان حواله وركولو سره وئيلي چې په قطبي سوريه كښې د تركيه د بريد د لاسه يو اېس ځواكونه خطرو سره مخ شوي دي۔ په بيان كښی وئيلې شوي دي چې مونږ اضافي معلومات ترلاسه كړې دي كوم چې دا خبره په ګوته كوي چې د تركيه د بمبارۍ په نتيجه كښې امريكائي ځواكونه او اهلكار خطره محسوسوي بياهم په دغه بريد كښې زمونږ د پوځ كوم ځاني زيان نه دے شوے۔