د لاؤس صدر 29 نومبر څخه د چين درې ورځنۍ دوره كوي

بیجنګ۔24نومبر(اے پی پی) د لاؤس صدر تھونګلون سېسولتھ د روانې مياشتې 29 مې نېټې څخه د چين درې ورځنۍ دوره كوي۔ د چين د ابلاغ ذريعو لمخې د چيني كميونسټ پارتۍ مركزي كمېټۍ نړيوالې څانګې وياند هو ژاؤمنګ د زيارت په ورځ اعلان وكړو چې د لاؤس صدر تھونګلو سېسولتھ د روانې مياشتې 29 مې نېټې څخه د چين دوره كوي۔ دا دوره هغه د چين صدر شي جن پنګ په بلنه كوي۔