افغانستان ، جومات كښې د ډزو په نتيجه كښې د يوي كورنۍ 5 كسان شهيدان ، يو ژوبل

کابل 23 نومبر (اے پي پي) د افغانستان پايه تخت کابل كښې په يو جومات كښې نامعلومه وسله والو د ډزو په نتيجه كښې د يوي كورنۍ 5 كسان وژلې او يو ژوبل شوے ۔ د چين خبر رسني ادارې له مخې د کابل پوليس وياند خالد ځدران د پېښي تصديق کولو سره ووئيل د شورو په ورځ يو وسله وال په جومات كښې د مونځ په مهال ډزي كړي چې په نتيجه كښې ئې د يوي كورنۍ 5 كسان شهيدان او يو ژوبل شوے ٬ د کابل ختيزه سيمې خواجه راواش كښې دې ډول يوه بله پېښه كښې يو كس ژوبل شوے دے