مري 02 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې جمهوري تسلسل مو په څلور ورځو كښې مېنډيټ سره بحال كړے دے٬ د حكومت پاليسۍ به په ځائ ساتو٬ په كابينه مشاورت شوے دے٬ په راتلونكو دوه درې ورځو كښې به كابينه سوګند پورته كړي٬ د كابينې د سوګند پورته كولو نه پس به نواز شریف لاهور ته ځي۔ د شورو په ورځ په مري كښې د …
جمهوري تسلسل مو په څلور ورځو كښې مېنډيټ سره بحال كړے دے
مري 02 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې جمهوري تسلسل مو په څلور ورځو كښې مېنډيټ سره بحال كړے دے٬ د حكومت پاليسۍ به په ځائ ساتو٬ په كابينه مشاورت شوے دے٬ په راتلونكو دوه درې ورځو كښې به كابينه سوګند پورته كړي٬ د كابينې د سوګند پورته كولو نه پس به نواز شریف لاهور ته ځي۔ د شورو په ورځ په مري كښې د مسلم ليګ (ن) مركزي لارښود خواجه آصف ٫ احسن اقبال٬ خواجه سعد رفیق، مشاهد اﷲ خان او نورو سره يو ځائ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل د ګوند سينئر مشرانو سره د كابينې جوړولو پشمول په نورو چارو خبرې اترې شوې دي٬ په راتلونكو دوه روځو كښې به كابينه سوګند پورته كړي۔ ده ووئيل سي پېك، سرمايه كاري، د توان منصوبې ٬بندونه او د موټروېز پشمول نورې منصوبې به د وړاندې څخه زياتې په تندۍ سره بشپړولې شي٬ نړۍ ته ښودلې شو چې وزیراعظم بدلېدې شي خو د پاليسو تسلسل به په ځائ ساتلې شي۔ ده د چوهدري نثارعلي خان په كابينه كښې د شاملېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل په دې حقله مشاورت روان دے٬ محمد نواز شریف سره د نوې كابينې پحقله مشاورت شوے دے۔ ده پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف لاهور ته د تللو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د كابينې جوړېدو پړاٶ نه پس به نواز شريف لاهور ته ځي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) به د نواز شريف په خالي شوې چوكۍ په لوي اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔ ھغه د وړاندې په شان خپلې حلقې ته د تللو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې تل زما خپلې حلقې سره نزدې رابطه وي ٬ خو په اوسني حېثيت كښې امنيتي تقاضا ده٬ دا څه د پروټوكول معامله نه ده۔











