مقبوضه بېت المقدس ، بس سټېشن ته نزدې چاؤدنه ٬ 7 ژوبل ٬ د 2 حالت اندېښمن

مقبوضه بیت المقدس۔23نومبر(اے پی پی) د مقبوضه بېت المقدس مركزي بس سټېشن ته نزدې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 7 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې اسرائيلي ميډيكل سروسز وئيلي چې د شورؤ په ورځ سحر د مقبوضه بېت المقدس مركزي بس سټېشن ته نزدې چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې يۍ 7 كسان ژوبل شول په كومو كښې چې د 2 كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے۔ د اسرائيلي پوځ راديو وېنا ده چې پېښه د چاؤدېدونكو توكو د لاسه رامخې ته شوه۔