اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) پاکستان د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د عراق په سفارت د ترهه ګرۍ د بريد غندنه كولو سره افغان او د عراق اولس سره د يوالي څرګندونه كړې۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان تېره ورځ كابل كښې د عراق په سفارتخانې د ترهه ګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره په ځانمرګي بريد …
پاکستان کابل كښې د عراق په سفارت د ترهه ګرۍ د بريد غندنه كوي٬ افغان او د عراق اولس سره د يوالي څرګندونه
اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) پاکستان د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د عراق په سفارت د ترهه ګرۍ د بريد غندنه كولو سره افغان او د عراق اولس سره د يوالي څرګندونه كړې۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان تېره ورځ كابل كښې د عراق په سفارتخانې د ترهه ګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره په ځانمرګي بريد كښې د حق رسيدليو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره ېې دعا كړې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ د غندنې پخلي وي۔ وياند وئيلي دي چې پاكستان دا ګڼي چې دا يوه نړيواله مسئله ده ټولو هېوادونو له د دې په ضد جنګ لپاره مرستې كولو ته اړتيا ده











