اسلام آباد ۔ یکم اګست (اے پی پی) د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد احمد وئيلي چې د جمهوريت او پارلمان په ځائې پاتې كېدل ضروري دي۔ پنډۍ كښې د مور او بچي روغتون 80 فيصد بشپړ شوے۔ د كالج كار هم 20 فيصده پاتې دے۔ په ناله لئي اېكسپرېس 20 فيصد كار بشپړ شوے۔ هيله ده چې نوې ټاكلې شوې وزيراعظم به د دې منصوبو پايې ته رسولو …
هيله ده چې نوې ټاكلې شوې وزيراعظم به د دې منصوبو پايې ته رسولو له ګامونه پورته كړي۔ شېخ رشيد احمد
اسلام آباد ۔ یکم اګست (اے پی پی) د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد احمد وئيلي چې د جمهوريت او پارلمان په ځائې پاتې كېدل ضروري دي۔ پنډۍ كښې د مور او بچي روغتون 80 فيصد بشپړ شوے۔ د كالج كار هم 20 فيصده پاتې دے۔ په ناله لئي اېكسپرېس 20 فيصد كار بشپړ شوے۔ هيله ده چې نوې ټاكلې شوې وزيراعظم به د دې منصوبو پايې ته رسولو له ګامونه پورته كړي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال شېخ رشيد احمد شاهد خاقان عباسي ته مباركي وركولو سره ووئيل ما دده والد محترم سره كار كړے۔ ده ووئيل زمونږ تجارتي خساره 85,73 ده۔ برآمدات 25 څخه كمېدو سره 20 ارب ډالر ته رارسېدلي دي۔ ده ووئېل په مختصر وخت كښې دومره زيات اصلاحات به ممكن نه وي۔ ده خپل بيان كښې د عمران خان او چوهدري پروېز الهي مننه وكړه۔ ده ووئيل هر كال بېروزګارۍ كښې د 10 لكهه كسانو اضافه كېږي۔ ده ووئيل پنډۍ كښې د مور او بچي روغتون 80 فيصد بشپړ شوے۔ د كالج كار هم 20 فيصده پاتې دے۔ په ناله لئي اېكسپرېس 20 فيصد كار بشپړ شوے۔ هيله ده چې دې 45 ورځو كښې به ډېر بركت وي۔ ده وئيل د جمهوريت او پارلمان په ځائې پاتې كېدل ډېر ضروري دي۔











