زما بابا به د وزیراعظم په حېث د محمد نواز شریف پرمختيائي پالیسۍ روانې ساتي

اسلام آباد 01 اګست (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) د وزیراعظم چوكۍ لپاره نومول شوي د قامي اسمبلۍ غړي شاهد خاقان عباسی زوي عبداللہ خان عباسی وئيلي دي د پلار په وزيراعظم ټاكل كيدو زيات خوشحاله يو۔ هغه به د نواز شریف پرمختيائي پالیسۍ روانې وساتي۔ ده د نهې په روځ د پارلمان په خوا كښې ’’ اے پی پی‘‘ سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې زمونږ …

اسلام آباد 01 اګست (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) د وزیراعظم چوكۍ لپاره نومول شوي د قامي اسمبلۍ غړي شاهد خاقان عباسی زوي عبداللہ خان عباسی وئيلي دي د پلار په وزيراعظم ټاكل كيدو زيات خوشحاله يو۔ هغه به د نواز شریف پرمختيائي پالیسۍ روانې وساتي۔ ده د نهې په روځ د پارلمان په خوا كښې ’’ اے پی پی‘‘ سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې زمونږ ټول نسل مسلم لیګی دے، نواز شریف سره مو تل وفا كړې ، په سباؤن كښې به هم دغسې كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نواز شریف هېواد د پرمختګ په پلو روان كړے۔ هيله لرم چې زما پلار به د وزيراعظم په حېث محمد نواز شریف پرمختيائي پالیسۍ روانې وساتي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وزیراعظم ټاكل كيدو نه پس به زما پلار د ټولو سیاسی ګوندونو سره پھ ګډه كار وكړي۔