اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) نومولې كانديد شاهد خاقان عباسی د وزيراعظم چوكۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړې دي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ سیکټريټ كښې د قامی اسمبلۍ سيكتر جواد رفیق ملك سره د خپل تائید او تجویز کوونكو سره شاهد خاقان عباسی د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي ، د هغه تائید او تجویز کوونكو كښې قیصر احمد شیخ، زاهد حامد، …
د مسلم لیګ (ن) نومولې كانديد شاهد خاقان عباسی د وزيراعظم چوكۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړل
اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) نومولې كانديد شاهد خاقان عباسی د وزيراعظم چوكۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړې دي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ سیکټريټ كښې د قامی اسمبلۍ سيكتر جواد رفیق ملك سره د خپل تائید او تجویز کوونكو سره شاهد خاقان عباسی د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي ، د هغه تائید او تجویز کوونكو كښې قیصر احمد شیخ، زاهد حامد، اعجاز الحق، شیخ آفتاب احمد، عبدالقادر بلوچ، سائرہ افضل تارړ، سردار محمد یوسف، جنید انوار چوهدری، ارشد لغاری هم موجود وو۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې د مسلم لیګ (ن) كانديد شاهد خاقان عباسی خپلو خبرو كښې ووئيل مسلم لیګ (ن) اتحادی ګوندونو سره په تماس كشې دے ۔ هيله ده مونږ به په اکثریت سره کامیابی ترلاسه كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت چې كومې هم پالیسی وي هغه به روانې وي او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ته به پام لرنه كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د کابینې پريكړه به ګوند كوي۔ ده ووئيل مونږ تل د دښمنانو په مړانه مقابله كړې او بيا به ئې هم كوو۔











