د هغه د قومي اسمبلۍ د غړي تر ټاكل كېدو به پخوانې وزير شاهد خاقان عباسي عبوري وزيراعظم وي اسلام آباد 29 جولائي (اے پی پی﴾ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ پارلماني ګوند د پنجاب وزيراعلٰي محمد شهباز شريف د نواز شريف په ځائ وزيراعظم نامزد كړو٬ د هغه د قومي اسمبلۍ د غړي تر ټاكل كېدو به پخوانې وزير شاهد خاقان عباسي عبوري وزيراعظم وي۔ د خالي پھ ورځ په …
د مسلم ليګ ﴿ن﴾ پارلماني ګوند د پنجاب وزيراعلٰي محمد شهباز شريف د نواز شريف په ځائ وزيراعظم نامزد كړو, د هغه د قومي اسمبلۍ د غړي تر ټاكل كېدو به پخوانې وزير شاهد خاقان عباسي عبوري وزيراعظم وي
د هغه د قومي اسمبلۍ د غړي تر ټاكل كېدو به پخوانې وزير شاهد خاقان عباسي عبوري وزيراعظم وي
اسلام آباد 29 جولائي (اے پی پی﴾ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ پارلماني ګوند د پنجاب وزيراعلٰي محمد شهباز شريف د نواز شريف په ځائ وزيراعظم نامزد كړو٬ د هغه د قومي اسمبلۍ د غړي تر ټاكل كېدو به پخوانې وزير شاهد خاقان عباسي عبوري وزيراعظم وي۔ د خالي پھ ورځ په پنجاب هاؤس كښې د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د پارلماني ګوند په وړاندې شهباز شريف د وزيراعظم چوكې لپاره نامزد كړو او اعلان ئې وكړو چې د هغه د قومي اسمبلۍ د غړي تر ټاكل كېدو به پخوانې وزير شاهد خاقان عباسي عبوري وزيراعظم وي٬ د دې پارلماني ګوند په اتفاق سره توثيق وكړو۔ په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰي شهباز شريف٬ د بلوچستان وزيراعلٰي نواب ثناالله زهري٬ چوهدري نثار علي خان٬ د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي حافظ حفيظ الرحمان٬ د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر٬ اسحاق ډار٬ راجه ظفرالحق٬ سردار مهتاب احمد خان عباسي او نورو سينئر مشرانو ګډون وكړو۔











