د فاټا اولس له د څښلو پاكو اوبو لپاره موثره ګامونه پورته كوو

پیښور 27 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا وئېلي دي د فاټا اولس له د څښلو پاكو اوبو ورسولو لپاره موثره ګامونه پورته كوو او په دې لړ كښې ټيوب ويلې په سولر سسټم د منتقل كولو سره سره واړه بندونه هم جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پیښور په ګورنر هاؤس كښې يو اېن ډي پي يو اعلٰی كچ پلاوي سره …

پیښور 27 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا وئېلي دي د فاټا اولس له د څښلو پاكو اوبو ورسولو لپاره موثره ګامونه پورته كوو او په دې لړ كښې ټيوب ويلې په سولر سسټم د منتقل كولو سره سره واړه بندونه هم جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پیښور په ګورنر هاؤس كښې يو اېن ډي پي يو اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كښې كړی دي ۔د پلاوي مشري د يو اېن ډي پي اېډوازر سكائي كرسټينن كوله۔پھ دې موقع د ګورنر پرنسپل سېكتر سكندر قيوم هم موجود ؤ۔ګورنر ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف پھ خاص سپارښتنه فاټا كښې د اربونو روپو په پرمختيائي پروژو عملدرآمد روان دے چې پكښې تعليم٬روغتيا٬د سړكونو تعمير او انفراسټركچر بحالي٬انډسټريل زون جوړول هم شامل دي۔ده ووئيل ټولو پروژو بشپړېدو سره به فاټا د هېواد د نورو برخو سمولو له مرسته ترلاسه شي۔له بلې خوا د يو اېن ډي پلاوي ګورنر ته په فاټا كښې د تعمير او پرمختګ په پروژو د عملدرآمد په لړ كښې د مرستې باور وركړو

مزید خبریں