د پاك ايران داخله وزيرانو ملاقات٬په مهمو سيمه ايزو چارو او امنيتي مرسته اتفاق

  اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د ايران خپل هم منصب وزير ډاكټر اسكندر مومني مهم ملاقات كړې چې پكښې په پاك ايران اړيكو٬د امن لوظ نامې نه پس د منطې په تازه صورتحال او د دوه اړخيزی مرستې په ودی تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوی۔د ملاقات په مهال د ايران داخله وزير ډاكټر اسكندر مومني د ايران صدر او د …

 

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د ايران خپل هم منصب وزير ډاكټر اسكندر مومني مهم ملاقات كړې چې پكښې په پاك ايران اړيكو٬د امن لوظ نامې نه پس د منطې په تازه صورتحال او د دوه اړخيزی مرستې په ودی تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوی۔د ملاقات په مهال د ايران داخله وزير ډاكټر اسكندر مومني د ايران صدر او د هغه پلاوي پاكستان ته په راتګ په تود هركلي كولو د پاكستان قيادت او اولس مننه وكړه۔دواړو داخله وزيرانو په منطقه كښې په تاؤ تريخوالي كمېدو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي برګن سټاك٬سوئټزرلينډ كښې په شريكه اعلاميه د ايران خپل  هم څنګ له مباركي وركولو سره ووئيل  دا لوظ نامه د ايران حكومت د مخلصانه هڅو نه بغېر ممكن نه وه۔ده ښكاره كړه چې پاكستان تل  په ټوله نړۍ كښې د امن او استحكام خوښي لرلې او مينځني ختيز كښې د تل پاتی امن لپاره به خپلې هلی ځلی روانی ساتي۔د ايران داخله وزير د ايران امريكې خبرو كښې د پاكستان مخلصانه كردار او د پاكستانی قام بشپړه مرسته وستائېله۔ده ووئيل زه به ډېر ه زر  د پاكستان تفصيلي دوره وكړم دغسې چې د دواړو هېوادونو داخله وزارتونو ترمينځه مرسته مخ په وړاندې بوتللې شي۔په ملاقات كښې په امنيتي مرسته٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬سائبر سكيورټي او اميګريشن پشمول بيلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق راغلو۔محسن نقوي هيله څرګنده كړه چې د امن لوظ نامې به په منطقه کښس  نتيجې رامخې ته شي٬په دې موقع د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدي٬داخله سېكرټري٬ايډيشنل سېكرټري٬ډي جے ايف آئي اے٬كمانډنټ نېشنل پوليس اكيډمي او د اين سي سي آئي اے ډي جي هم موجود وو

مزید خبریں