اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف د امريکې او ايران ترمېنځه ثالثۍ لپاره د ايران د باور مننه كولو سره ووئيل چې پاکستان به امن او خوشحالۍ لپاره خپل اهم كردار جاري ساتي، ايران به د پرمختګ نوے منازل سر كوي، مشترکه ترقۍ او سباٶن لپاره به په ګډه مخ په وړاندې ځو، په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته به لا مستحکم …
پاکستان او ايران به مشترکه ترقۍ او سباٶن لپاره په ګډه مخ په وړاندې ځي٬ په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته به لا مستحکم كوٶ، ايران به د پرمختګ نوې منازل سر كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف د امريکې او ايران ترمېنځه ثالثۍ لپاره د ايران د باور مننه كولو سره ووئيل چې پاکستان به امن او خوشحالۍ لپاره خپل اهم كردار جاري ساتي، ايران به د پرمختګ نوے منازل سر كوي، مشترکه ترقۍ او سباٶن لپاره به په ګډه مخ په وړاندې ځو، په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته به لا مستحکم كوٶ٬ زمونږ غم ښادي شريك دي، په مفاهمتي يادداښت كښې د بيلسټك ميزائل پروګرام په اړه خبره نه ده شوې، دومخيز معيار پكار نه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سره د پلاويو په كچه د ملاقات په مهال خپلې ابتدائي وېنا كښې كړې۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود ٶ۔ وزيراعظم وئيل زه خپل ورور مسعود پزشکيان ته د پاكستان په دوره يو ځل بيا هركلے كوم،نن د ايران د صدر او د ھغه د پلاوي دلته هركلے كول زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ ده د پاكستان دورې لپاره په بلنه قبولو د ايران د صدر مننه كولو سره ووئيل چې د اسلام آباد په مفاهمتي يادداښت د لاسليك نه وروسته په دې دوره ډېر خوشحاله يم۔ وزيراعظم د ايران سپريم ليډر مجتبيٰ خامنه اي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره د ھغوي ويژنري قيادت كښې د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت او جنګ بندۍ لپاره ايران وقار او عزت سره لاسليك كړے۔ ده د بې ګناه وګړو په ضياع د ايران مشرانو سره غمرازي كولو سره ووئيل چې د ايران قام په جرات او مړانه د صورتحال مقابله كړې۔ وزيراعظم د پاکستان په ثالثي د باور په څرګندونه هم د ايران د قيادت مننه كولو سره ووئيل چې حقيقي اخوت كله د ځواب مختاج كېږي نا٬ مونږ به كله ايران نه مايوسه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل نن مونږ دلته ځالانده سباٶن لپاره راغونډ يو٬ ده تل پاتي امن لپاره د پاکستان د کردار ذکر كولو سره ووئيل چې په مفاهمتي يادداښت عزت و وقار سره لاسليك شوے ٬ د دواړو هېوادونو نزدې اړيكې د ورورولۍ ښه مثال دے۔ ده باور وركړٶ چې پاکستان به امن او خوشحالۍ لپاره خپل اهم كردار جاري ساتي۔ وزيراعظم د ايران د قيادت او اولس د مړانې٬ جذبې٬ عزم او همت ستائنه وكړه۔ ده د امن مذاکراتو لپاره د فيلډ مارشل سيد عاصم منير كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې د الله پاك فضل وكړو او د ثالثۍ هڅې كاميابې شوې٬ مشتركه هڅو او عزم سره دې وړومبي پړاٶ ته رسېدو كښې كامياب شو۔ وزيراعظم ووئيل برګن سټاک كښې په تکنيکي كچه مذاکرات هم د اهميت وړ ٶ، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د ايران خارجه وزير عباس عراقچي، داخله وزير محسن نقوي كردار هم د ستائنې وړ دے٬ ده امن لپاره په هلو ځلو كښې په مرسته كولو د دوست هېوادونو په خاص توګه د قطر، سعودي عرب، ترکيه او د مصر قيادت ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ به په ګډه بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كوٶ٬ اقتصادي مرسته، تجارت، سرمايه کاري او د بيا رغونې څانګو پشمول په ټولو څانګو كښې د اړيكو د پراختيا عزم لرو۔ ده باور وركړو چې د صدر مسعود پزشکيان په مشرۍ كښې به ايران د پرمختګ نوې منازل سر كوي٬ مشترکه ترقۍ او سباٶن لپاره به په ګډه مخ په وړاندې ځو، په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته به لا مستحکم كوٶ٬ زمونږ غم ښادي شريك دي۔ وزيراعظم په مېنځني ختيزٰ، خليج او په منطقه كښې امن او پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه كولو سره واضح كړه چې په مفاهمتي يادداښت كښې د بيلسټك ميزائل پروګرام په اړه خبره نه ده شوې، دا خبره هډو په اېجنډا نه وه په دې لړ كښې هېڅ خبره نه ده شوې۔ ده ووئيل چې شرخوښي د جنګ لمبې مړې كول نه غواري، ھغوي امن ته زيان رسول غواړي، د بيلسټک ميزائل په حواله دوه مخيز معيار پكار نه دے، داسې نشي كېدې چې نورو هېوادونو سره بيلسټک ميزائل وي او ايران سره نه وي، په دې نكته كوم ډول ابهام پكار نه دے









