د اسلام آباد مفاهمتي یادداښت به د لوظنامې شكل اختياروي او د پرمختګ نوې لارې به اوپن كېږي۔ وزیراعظم شهباز شریف:     امن، پرمختګ او سوكالۍ لپاره د پاکستان د اهم كردار معترف يو۔ ډاکټر مسعود پزشکیان

  اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د دې توقع څرګندونه كړې ده چې د اسلام آباد مفاهمتي یادداښت به د لوظنامې شكل اختياروي او د پرمختګ نوې لارې به اوپن شي او د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان په مذاکراتي عمل كښې د پاکستان د بهترين كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې امن، پرمختګ او سوكالۍ لپاره د پاکستان د اهم كردار معترف يو٬ …

 

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د دې توقع څرګندونه كړې ده چې د اسلام آباد مفاهمتي یادداښت به د لوظنامې شكل اختياروي او د پرمختګ نوې لارې به اوپن شي او د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان په مذاکراتي عمل كښې د پاکستان د بهترين كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې امن، پرمختګ او سوكالۍ لپاره د پاکستان د اهم كردار معترف يو٬ په اسلام آباد مفاهمتي یادداښت لاسليك په پاکستان د باور په سبب ممكن شوے، په چیلنجز قابو موندلو سره مشتركه خوشحاله سباون لپاره مخ په وړاندې تلل دي، په منطقه كښې امن و سلامتيا او تل پاتې پرمختګ سيمه ايزو روابطو ته وده وركولو او ګټورو خبرو سره ممكن دے۔ د نهې په ورځ د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان د پاكستان دورې په مهال وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د دوه اړخيزه او پلاويو په كچه د ملاقات نه وروسته د ګډې خبري كنفرنس ته وېنا كړې۔ وزیراعظم د فارسۍ شعر د لارې ايران سره د نزدې اړيكو د عزم پخلي كولو سره ووئيل چې دوست ھغه وي چې په سخته پكار شي٬ صدر مسعود پزشکیان او د دوي د پلاوي د پاكستان په دوره خوشحاله شوې يم، صدر مسعود پزشکیان د عظیم هېواد عظیم مشر دے، د ډاكټر په توګه هم د ایران صدر انسانیت لپاره ډېر خدمات دي۔ وزیراعظم  د ايران او امريكې ترمېنځه د جنګ په خاتمې د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې د ثالټ په توګه پاکستان د امن عمل لپاره د زړه د خلاصه هڅې كړې دي٬ په برګن سټا كښې تکنیکی مذاكرات هم د اهميت وړ وو٬ ده د دې توقع څرګندونه وكړه چې د اسلام آباد مفاهمتی یادداښت به د لوظنامې شكل اختيار كړي او د پرمختګ نوې لارې به پرانستې شي۔ وزیر اعظم سپریم لیډر آیت اللہ مجتبیٰ خامنه اي د زيرك قيادت ستائنه كولو سره ووئيل چې د بحران په مهال د ایران اولس د مثالی جرأت او وحدت څرګندونه كړې٬ ده په جنګ كښې د زرګونو په شمېر د قيمتي ځانونو په زيان د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې سپریم لیډر آیت اللہ علي خامنه اي شهادت هم لوے زيات دے۔ ده په سخت وخت كښې د ایران حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل چې پاکستان او ایران ګاٶنډيان نه بلكې د زرګونو كالو په تهذيب كښې هم تړلے دي، د ایران کامیابي خپله كاميابي او زيان خپل زيان ګڼو۔ وزیراعظم د ثالثۍ په عمل كښې په پاکستان د باور څرګندونه كولو سره د ایران د مشرانو مننه كولو سره ووئيل چې امن لپاره په هلو ځلو كښې په مرسته كولو د دوست هېوادونو په خاص توګه د قطر، سعودي عرب، ترکيه او د مصر قيادت هم مننه كوم۔ وزیراعظم د امن مذاکراتو لپاره د فيلډ مارشل سيد عاصم منير كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هم شاندار خدمات ترسره كړي۔ وزیراعظم د خپلو خبرو اختتام د پاکستان-ایران دوستي په زندہ باد وكړو۔ د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان په دې موقع د خپلو خبرو پېل د مفکر پاکستان علامه محمد اقبال شعر سره وكړو۔ ده ووئيل چې د پاکستان او ایران ترمېنځه نزدې اړيكې د ځانګړي نوعيت وړ دي، پاکستان او ایران يو وجود لري٬ دواړهېوادونه د مشتركه سباٶن او منزل شراكتدار دي۔ ده ووئيل پاکستان يوازې زمونږ ګاٶنډي نه دے ٬ زمونږ ورور او خوږ دوست دے، د اسلام آباد او تهران ترمېنځه اړيكې په نزدې باور او شريك احترام اډانه دي٬ په نزدې ماضي كښې رامخې ته شوې پېښو د دواړهېوادونو نزدې رشتے ته نوې اړخ وركړو٬ په مذاکراتی عمل  كښې پاکستان بهترین کردار لوبولې، امن، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د پاکستان د اهم كردار معترف يو٬ ده ووئيل چې په اسلام آباد مفاهمتی یادداښت لاسليك په پاکستان باور سره ممكن شوے۔ ده په شاندار هركلي او بشپړه مېلمستيا د پاکستان حکومت او اولس مننه كولو سره ووئيل زه د پاكستان د دورې په بلنه د خپل ورور شهباز شریف مننه كوم۔ ده ووئيل چې د دورې په مهال صدر مملکت، وزیراعظم او فیلډ مارشل سره ګټور ملاقاتونه شوي چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې٫په چیلنجز قابو موندلو سره مشتركه خوشحال سباٶن لپاره مخ په وړاندې تلل دي، په منطقه كښې امن و سلامتیا او تل پاتې پرمختګ د سيمه ايزو روابطو ودې او ګټورو خبرو سره ممكن دے٬ د امن عمل لپاره د قطر، ترکیه، سعودی عرب، مصر د قيادت او دوست هېوادونو مننه كوٶ۔ د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سیّد عاصم منیر د ثالثۍ په عمل كښې اهم كردار ٶ۔ ده ووئيل د جنګ پېل څخه د مفاهمت تر ياددښت  په هر پړاٶ كښې د پاکستان مخلصانه هڅې كړې دي

مزید خبریں