اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي چې مخالفين د پاكستان پرمختګ او خوشحالي نه شي هضمولې٬د تېرو څلورو كلونو په مهال د پاكستان معيشت ځانګړی پرمختګ كړی٬نړيوالې ادارې هم د پاكستاني معيشت د بهترۍ اعتراف كوي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د اېف بي آر پھ هېډكوارټر كښې د څلورمې پارليمنټرينز ډائرېكټرې د اجرا دستورې ته د وېنا كولو په …
مخالفين د پاكستان پرمختګ او خوشحالي نه شي هضمولې٬د تېرو څلورو كلونو په مهال د پاكستان معيشت ځانګړی پرمختګ كړی
اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي چې مخالفين د پاكستان پرمختګ او خوشحالي نه شي هضمولې٬د تېرو څلورو كلونو په مهال د پاكستان معيشت ځانګړی پرمختګ كړی٬نړيوالې ادارې هم د پاكستاني معيشت د بهترۍ اعتراف كوي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د اېف بي آر پھ هېډكوارټر كښې د څلورمې پارليمنټرينز ډائرېكټرې د اجرا دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔ده ووئيل چې د تېرو څلورو كلونو په مهال د پاكستان معيشت په ځانګړی توګه ښه شوې۔مونږ پاكستان پھ اقتصادي توګه خپلواكه جوړ كړی۔ده ووئيل چې مونږ اوپن ګورنمنټ پارټنرشپ غړيتوب ترلاسه كولو لپاره دوه كاله خواري كړی او ترلاسه شوې په دې موقع د خزانې وزير د پارليمنټيرين د ټېكس ډائرېكټري اجرا هم وكړه۔پھ دې كښې د پارلمان د 1010 غړو د ټېكسونو په اړه تفصيلات شامل دي كوم چې د اېف بي آر په وېب سائيټ موجود دي۔په دستوره كښې د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان٬د اېف بي آر چيئرمېن او نورو چارواكو هم ګډون وكړو











