اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وياند وئېلي دي چې د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار د پاكستان نه علاوه د كوم بل هېواد اقامه د استوګنې پرمټ يا شهريت نه لري۔د زيارت په ورځ د خزانې وزارت څخه پھ جاري شوي يو وضاحتي بيان كښې وئېلي شوي چې سناتور اسحاق ډار د كال 2002 نه تر كال 2008م په متحده عرب اماراتو …
د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار د پاكستان نه علاوه د كوم بل هېواد اقامه د استوګنې پرمټ يا شهريت نه لري۔وياند
اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وياند وئېلي دي چې د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار د پاكستان نه علاوه د كوم بل هېواد اقامه د استوګنې پرمټ يا شهريت نه لري۔د زيارت په ورځ د خزانې وزارت څخه پھ جاري شوي يو وضاحتي بيان كښې وئېلي شوي چې سناتور اسحاق ډار د كال 2002 نه تر كال 2008م په متحده عرب اماراتو كښې پھ وظيفائي توګه فنانشل اېډوائزر پاتې شوې او دا موده د ټاكنو پھ كميسون/ټېكس ګشوارو كښې هم څرګنده كړی شوې۔اسحاق ډار خپلو مشاورتي خذماتو لپاره آفيشل اقامه ترلاسه كړی وه خو پھ 31 مارچ 2008 كښې په وفاقي كابينه كښې د ګډون كولو نه وړاندې ده د دې چوكۍ څخه استعفٰی وركړی وه او دغسې د اقامه ټاكل شوې موده ختمه شوې وه











