وزيراعظم محمد نواز شريف د مالديپ د سركاري دورې ترسره كولو نه پس وطن ته راستون شو

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د مالديپ د سركاري دورې ترسره كولو نه پس وطن ته راستون شوې۔د دې څخه وړاندې د مالے په ويلانا هوائي اډه د مالديپ اولس مشر عبدالله يامين عبدالقيوم او د ده د كابينې غړو وزيراعظم پھ ښه ډول رخصت كړو۔ده ته د دورې د عكسونو البم هم وړاندې كړی شو۔وزيراعظم ته د مالديپ د آزادۍ د 52مې ورځې …

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د مالديپ د سركاري دورې ترسره كولو نه پس وطن ته راستون شوې۔د دې څخه وړاندې د مالے په ويلانا هوائي اډه د مالديپ اولس مشر عبدالله يامين عبدالقيوم او د ده د كابينې غړو وزيراعظم پھ ښه ډول رخصت كړو۔ده ته د دورې د عكسونو البم هم وړاندې كړی شو۔وزيراعظم ته د مالديپ د آزادۍ د 52مې ورځې په دستورو كښې د خاص مېلما په توګه ګډون كولو لپاره د دې دورې بلنه د مالديپ اولس مشر عبدالله يامين عبدالقيوم وركړی وه۔وزيراعظم د آزادۍ د ورځې په دستورو كښې د ګډون كولو نه علاوه د مالديپ اولس مشر سره رسمي مذاكرات هم وكړل۔په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت سېلګرۍ٬ماحولياتي بدلون او د تعليم پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې يو شمېر يادښتونه هم لاس ليك شول۔د وزيراعظم د دورې پھ پاې كښې شريكه اعلاميه هم جاري كړی شوه۔