بنګله ديش ، د بيړۍ چپه كيدو په نتيجه كښې د مړو شميره 51 ته ورسيده

ډھاكه 27 ستمبر (اے پي پي) بنګله ديش كښې د بيړۍ چپله كيدو پېښه كښې د مړو شميره 51 ته رسيدلې ده۔د چين خبررسني ادارې له مخې د بيړۍ چپه كيدو دا پېښه پايه تخت ډھاكه څخه 468 كلوميټره لري شمالي ضلع پنچ ګړھ درياب كراتويا كښې د اتوار په ورځ رامخې ته شوې ٬ دې نه پس د لټون عمليات روان دي ٬ د عملياتو په مهال تر اوسه 51 كسانو مړي موندلي شوي۔چارواكو له مخې بيړۍ كښې د ګنجائش څخه زيات مسافر ناست وؤ