سرګودھا۔25ستمبر(اے پی پی) د الخدمت فاؤنډېشن سرګودھا لخوا سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان درې ټركونه روان كړې شوي دي۔ په دې موقعه د الخدمت فاؤنډېشن (سرګودھا) صدر مياں اظهار الحق وېنا وه چې د سېلاب ځپليو په بشپړه مرسته كولو د سرګودهې اولس ته د عقيدت پېرزينې ډالۍ كوم۔ ده د الخدمت فاؤنډیشن د رضاكارانو د شپې ورځې د مرستې هڅې هم وستائلې۔ د الخدمت فاؤنډېشن نائب صدر ډاکټر …
د الخدمت فاؤنډېشن سرګودھا لخوا د مرستې سامان درې ټركونه روان كړې شول
سرګودھا۔25ستمبر(اے پی پی) د الخدمت فاؤنډېشن سرګودھا لخوا سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان درې ټركونه روان كړې شوي دي۔ په دې موقعه د الخدمت فاؤنډېشن (سرګودھا) صدر مياں اظهار الحق وېنا وه چې د سېلاب ځپليو په بشپړه مرسته كولو د سرګودهې اولس ته د عقيدت پېرزينې ډالۍ كوم۔ ده د الخدمت فاؤنډیشن د رضاكارانو د شپې ورځې د مرستې هڅې هم وستائلې۔ د الخدمت فاؤنډېشن نائب صدر ډاکټر ارشد شاهد وېنا وه چې د سرګودھې وګړو لخوا الخدمت فاؤنډېشن ته وركړې شوې سامان د راجن پور كوټ مټھن سيمې ته لېږلې شي چرته به چې دا سېلاب ځپليو ته وركولې شي۔ په دې سامان كښې خوراكي توكي ٬ د څښلو اوبه ٬ اوچ راشن ٬ لوښي ٬ جامې او نور د ضرورت څيزونه شامل دي۔









