د سېلاب ځپلو د دايمي بيا رغونې چارې په بېړنۍ توګه پيل شوې دي ٬ حكومت چارواكي

پېښور۔24ستمبر(اے پی پی) سېلاب ځپلو سره د هر ډول مرستې لپاره له ټولو وسائلو څخه کار اخېستلې شي٬ د سېلاب ځپلو د دايمي بيا رغونې چارې په بېړنۍ توګه پيل شوې دي او دې مقصد لپاره د خزانې څانګې لخوا نور بېړني فنډز جاري كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو وېنا ده چې د سېلابونو د زيانونو ازاله يقيني کولو لپاره اسسمنټ كمېټۍ جوړې كړې شوي دي كومې چې …

پېښور۔24ستمبر(اے پی پی) سېلاب ځپلو سره د هر ډول مرستې لپاره له ټولو وسائلو څخه کار اخېستلې شي٬ د سېلاب ځپلو د دايمي بيا رغونې چارې په بېړنۍ توګه پيل شوې دي او دې مقصد لپاره د خزانې څانګې لخوا نور بېړني فنډز جاري كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو وېنا ده چې د سېلابونو د زيانونو ازاله يقيني کولو لپاره اسسمنټ كمېټۍ جوړې كړې شوي دي كومې چې په ځپليو سيمو كښې د عصري نظام د لارې كوارډينېشن ترلاسه كوي دغسې چې د فنډز وېش سپېځلې كړې شي او كوم حقدار د خپل حق نه محروم نه كړې شي۔ د اوسني سېلاب دلاسه د قيمتي زيان سره سره نزدې په 70 زره اېكړ زمكه ولاړو فصلونو او باغونو ته زيان رسېدلې دې۔ حكومت ٬ انتظاميې او ټولې ادارې د دې آفت مخنيوي او ځپليو سره هر ډول مرسته كولو له شپه او ورځ كار كوي۔ د سركاري چارواكو وېنا ده چې د ريليف او مرستې كارروائيو نه وروستو ستر پړاؤ د ځپليو كورنيو په دايمي توګه د بحالۍ دے كوم لپاره چې وخت او وسائلو ته اړتيا ده او دا پړاؤ د يو چېلنج حېثيت لري٬ دې لپاره حكومت خپل ټول وسائل كاروي او تر دې دمه چې اولس د كومې ورورولۍ او يو والي څرګندونه كړې ده هغه به هم دغسې وړاندې هم كول وي او د يو بل سهاره به جوړېدل وي او هم دا د ژوندي ملتونو علامت دے۔

مزید خبریں