پاکستان كښې د ټولو اقليتونو د ځان او مال حفاظت ته حكومت پام لرنه كوي۔ د وفاقی وزیر احسن اقبال سکھ یاتریانو ته وېنا

لاهور 22 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان كښې د ټولو اقليتونو د ځان او مال حفاظت ته حكومت پام لرنه كوي ٬ بابا ګورنانك ټول عمر پخپلو افكارو كښې د انسانيت درس وركړے۔ دا خبرې ده په كرتارپوره كښې سكھ ياتريانو ته وكړې۔ احسن اقبال ووئيل کرتارپوره يو مقدس ځاے دے چرته چې بابا ګورونانك خپل آخري اتلس كالونه تېر كړي٬ ھغه د هندوانو٬ مسلمانانو سكھ او عيسائيانو په يو پلېټ فارم د جمع كولو درس وركړے، د بابا ګورنانك يو درس دے چې الله پاك واحد دے او هم دا رښتيا دي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د ټولو اقليتونو د ځان او مال حفاظت ته حكومت ورړومبۍ پام لرنه كوي۔ ده ووئيل د هند پشمول ګردې نړۍ څخه سكھ ياتريانو ته په كرتارپوره كښې هركلے وائيو