وزيراعظم شهباز شريف د هېواد پرمختګ له شپه او ورځ كار كوي٬ د عمران خان ايجنډا د هېواد لپاره ګټه وره نه ده٬ انجينئر امير مقام

APP18-220922 LAHORE: September 22- Engr. Amir Muqam, Adviser to Prime Minister for Political, Public Affairs, talking to media at Aiwan-e-Iqbal Complex During the attend National Assembly Standing Committee meeting at Aiwan-e-Iqbal Complex . APP

لاهور۔22ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو او د ملي ورثې او كلتور سلاكار امير مقام وئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف د هېواد پرمختګ له شپه او ورځ كار كوي٬ د عمران خان ايجنډا د هېواد لپاره ګټه وره نه ده٬ عمران خان چې چرته هم ځي د پاكستان د بدنامولو هڅه كوي ، د علامه اقبال له امله په نړۍ كښې پاكستان پېژندلے شي ٬ مونږ له به د خپلو اتلانو ژوندي ساتلو هره ممكنه هڅه كول وي ٬ په ايوان اقبال كښې ټول كارونه د يوې جذبې لاندې كېږي ٬ مونږ له به د خپلو صلاحيتونو له مخې داسې ادارو له كار كول وي كومې چې د خپلې ملي ورثې او اتلانو ژوندي ساتلو له مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان اقبال كښې د زده كړو ٬ ملي ورثې او كلتور قائمه كمېټۍ غونډې ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ اتحادي حكومت د ايوان اقبال په ډول ادارو كښې لا ښه والې رامخې ته كولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل مونږ بايد د داسې ډول ادارو ډاډګيرنه وكړو۔ امير مقام ووئيل په دې اداره كښې لا د نور كار كولو ګنجائش شته كوم لپاره به چې مونږ له شاعران ٬ اديبان او دانشوران ځان سره ملګري كول وي۔ ده ووئيل د ايوان اقبال لخوا چې كوم وړاندېزونه راكړې شوي په هغې به غور كولې شي۔ ده ووئيل علامه اقبال ګردې نړۍ ته د فكر او فلسفې تعليم وركړے۔ دې ته وده وركولو له به هر يو پاكستاني له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل عمران خان چې چرته هم ځي د پاكستان د بدنامولو هڅه كوي۔ په توشه خانه او فارن فنډنګ كېس كښې د هغه او د هغه د كورنۍ نامه راغلې۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې دې كېس كښې پرېكړه د آئين او قانون له مخې وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپليو سيمو دورې كولو سره مصيبت كښې د اخته خلقو مسئلې كمولو له هر ممكن هڅې كوي او بلخوا د عمران خان ايجنډا ده كومه چې د هېواد په ګټه نه ده٬ هغه د پاكستان د ټولو ادارو په ضد خبرې كوي۔ ده ووئيل ايوان اقبال لپاره كار كوؤنكو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم