د سیلابونو له امله د زیانمندو ملکیتونو، کورونو او دوکانونو د زیانون سروې مكمل شوه ٬ د كچلاك اسسټنټ كمشنر

کوئټه 22 ستمبر (اے پی پی) د كچلاك اسسټنټ کمشنر وقار کاکړ دفتر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د بارانونو او سیلابونو له امله د زیانمندو شوو ملکیتونو، کورونو او دوکانونو د زیانونو اندازه لګولو لپاره د 5 ستمبر 2022 څخه تر 21 ستمبر 2022 دوام لرونكې سروې بشپړه شوې ۔ په دې اړه اولس ته خبر وركړے شوے چې كه د سروے په مهال د كومې ځپلې كورنۍ كوائف د جمعې كېدو نه پاتې شوې وي نو هغه په تحريري توګه تر 23 ستمبر د كچلاك اسسټنټ كمشنر دفتر سره تماس نيولے شي۔ دې څخه وروستو به كوم عذر نه قبلېږي