د پاکستان آرمي او بلوچستان اېف سي لخوا په سېلاب ځپلو سيمو كښې د ريليف او بحالۍ هلې ځلې روانې دي

کوئټه 22 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان آرمي او بلوچستان اېف سي لخوا په سېلاب ځپلو سيمو كښې د ريليف او بحالۍ هلې ځلې روانې دي۔ تفصيلات له مخې په سېلاب ځپلو سيمو کوهلو، سبي، ډيره مراد جمالي، جعفرآباد، نصيرآباد، صحبت پور او جھل مګسي كښې د ريليف په 14 كېمپونو كښې كار روان دے چرته چې سېلاب ځپليو ته د نورو سهولتونو سره سره خوراك هم وركړے كېږي او د چورلكې د لارې راشن هم رسولې كېږي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال پشين، موسٰي خېل، سبي ، آواران، بولان، نوشکي، خضدار، بيله، جعفرآباد، نصير آباد ،جھل مګسي او صحبت پور كښې 5 زره 712 ځپليو ته راشن٬ اوبه اوړه٬ خوراكي تېل ٬ وچ او د ډبي پېو نه علاوه خېمې٬ كمبلې ٬ ګرمې جامې٬ لوخي او د مليريا نه د بچ كېدو مچهر دانۍ هم ځپليو ته وركړې شوې دي