افغانستان، د انساني خواخوږۍ په بنياد د 40 مېليونه امريكائي ډالرو مرسته تر لاسه شوې٬ افغان مركزي بېنك

کابل 22 ستمبر (اے پي پي) افغانستان د انساني خواخوږۍ په بنيادي د 40 مېليونه امريكائي ډالرو مرسته تر لاسه كړې۔ د چين خبري اژانس له مخې د هېواد مركزي بېنك “دا افغانستان بانك” اعلان كړے چې افغانستان د بشري مرستې يوه برخه 40 مېليونه امريكائي ډالره نغده مرسته په كابل كښې تر لاسه كړې كومه چې د هېواد يو تجارتي بېنك ته منتقل كړې شوې ٬ په دې حقله بېنك د نړيوالې ورورولۍ مننه كولو سره افغانستان سره د بېنكارۍ اړيكو په اسانولو زور رواړے دغسې چې سيمه ايز او نړيوالو هېوادونو سره د اړيكو بهترۍ له مرسته تر لاسه شي ۔ وائي چې جنګ ځپلي هېواد كښې غېر ملكي پانګې زياتولو لپاره په 13م ستمبر يو بېليون امريكائي ډالره ترلاسه شوې وو