آئي اېم اېف او د نړيوال بېنك چارواكو سره ملاقاتونو كښې د سېلاب ځپليو بحالي د خبرو اترو مركزي نقطه ٶه ۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد22ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع اېم اېف او د نړيوال بېنك چارواكو سره په ملاقاتونو كښې په موجوده پروګرامز كښې د سېلاب ځپليو بحالي د خبرې اترو مركزي نقطه ٶه۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل نورو نړيوالو مشرانو سره په شوو ملاقاتونو كښې هم سېلاب٬ موسمياتي بدلون او د سېلاب ځپليو په بحالۍ د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔