د بلوچستان چيف سېكرتري او كور كمانډر ليفټيننټ جنرل آصف غفور د جعفرآباد دوره، د ځپلو سيمو فضائي جاج

کوئټه 21 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان چيف سېكرتري عبدالعزيز عقيلي د بلوچستان كوركمانډر ليفټيننټ جنرل آصف غفور سره په ګډه د جعفرآباد دوره كړې او د ځپلو سيمو فضائي جاج ئې اخستے۔ په دې موقع دواړو مشرانو په اوسته محمد كښې د اېف سي لخوا د ريليف كمېپ دوره هم كړې۔ په دې موقع بريګيډيئر ياسر په ځپلو سېمو كښې د ريليف كارونو پحقله دوي ته بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل دا مهال په كېمپ كښې 636 سېلاب ځپلي مېشته دي چې ورته هر ډول سهولتونه وركړے كېږي٬ دواړه مشران په ټول ډويژن كښې د جوړو كړو ريليف كېمپونو كښې د مرستې او ريليف كارونو په حقله هم خبر كړے شول