ملګري ملتونه۔21ستمبر (اے پی پی)ملګروملتونو وئيلې دي په پاکستان کښې دسېلابونوله امله 76 لكه وګړي سخت ځپلې شوي او1500نه زيات مړه شوي او نزدې 80 لكه بې کوره شويدي۔ د سندھ صوبې سوئيلي سيمه تراوسه د اوبو لاندې پاتې كېدو د لاسه ستونزو سره مخ ده۔ د سېلاب نه وروستو په مرستندويه كارونو كښې بوختو د ملګرو ملتونو ذېلي ادارو د ګډې اعلاميې ترمخه د پاكستان په ځپليو سيمو كښې …
پاکستان کښې دسېلاب له امله76 لكه وګړي ځپلې شوي،1500مړه٬نزدې80 لكه بې کوره شوي٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔21ستمبر (اے پی پی)ملګروملتونو وئيلې دي په پاکستان کښې دسېلابونوله امله 76 لكه وګړي سخت ځپلې شوي او1500نه زيات مړه شوي او نزدې 80 لكه بې کوره شويدي۔ د سندھ صوبې سوئيلي سيمه تراوسه د اوبو لاندې پاتې كېدو د لاسه ستونزو سره مخ ده۔ د سېلاب نه وروستو په مرستندويه كارونو كښې بوختو د ملګرو ملتونو ذېلي ادارو د ګډې اعلاميې ترمخه د پاكستان په ځپليو سيمو كښې كه يو اړخ ته د مرستې څيزونو ته اړتيا ده نو بل خوا دغلته رسېدل هم يو ګران كار دے ٬ په خاص توګه سوئيلي سندھ چرته چې اوس هم ځينې سيمې په زياتو اوبو كښ ډوبې دي۔ اعلاميه كښې وئيلې شوي په پاکستان کې دسېلابونوله امله 76 لكه وګړي سخت ځپلې شوي او د 1500نه زيات مړه شوي په كومو كښې چې 552 كوچنيان شامل دي او نزدې 80 لكه بې کوره شوي۔ دوي ووئيل د ملګروملتونو ادارو دسيمه ايزو چارواکو په مرسته امدادي کارروايۍ روانې ساتلي دي خوخلق په مناسب مقدار كښې خوراکي مواد، د سر پټولو ځايونه او د روغتيا زياتې آسانۍ نه لري۔ د يونيسف چيف آف فيلډ آفس بلوچستان ګيريدا بيروکيلا د زياتې ځپلې شوې صوبې حالت بيانولو په مهال ووئيل دلته د سېلاب په نتيجه كښې سړكونه او پلونه له مينځه تللي ٬ زه دا وخت د كركيلې هغه سيمې څخه راغلے يم چرته چې اوس هم اوبه لا هغسې ولاړې دي۔ دې ووئيل اوس په ځپليو سيمو كښې مليريا او نور رنځونه خپرېږي۔ د دې مخنيوي له كوم مناسب داروګان نشته۔ دلته خلق د سر پټولو ځائې نه لري٬ دوئي سره د اغوستو جامې هم نشته۔ د يو اېن اېچ سي آر وياند بابر بلوچ له مخې په پاکستان كښې 7.6 ملین خلق د سېلاب د لاسه بې كوره شوي په كومو كښې چې نزدې 6 لكه د مرستې ځايونو كښې مېشته دي۔ ده ووئيل زمونږ منصوبه سېلاب ځپليو سيمو كښې 1.2 ملینه د مرستې څيزونه ځائي چارواكو ته د رسولو ده په كومو كښې چې 10 لكه رسولې شوي۔ ده ووئيل د هېواد زياتې سيمې په خاص توګه سوئيلي سندھ او د ختيز بلوچستان سيمې اوس هم په اوبو كښې دي۔ د ده وېنا وه چې تر ټولو زياتو ځپليو سيمو كښې د اوبو په اوچېدو كښې 6 مياشتې هم لګېدې شي۔ بابر بلوچ ووئيل د پاكستان 1.3 ملین رجسټرډ افغان كډوال هم دې صورتحال سره مخ دي۔ ده ووئيل د يوې اندازې له مخې سېلاب ځپليو 80 ضلعو كښې 45 هغې ضلعې دي كومو كښې چې 800,000 افغان وګړي ژوند كوي










