نيويارك21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ماشومانو خوراك جوړونكو ادارو او کمپنيو ته اپيل كړے چې ھغوي سېلاب ځپليو سيمو كښې په خاص توګه د ماشومانو خوراك عطيه كړي، د سېلاب له امله په لويه كچه تباهي شوې ، نړيوال مشران د سېلاب تباهۍ او د پاكستان د معاشي ستونزو نه خبروٶ۔ وزيراعظم څوك چې دا مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77مې غونډه كښې …
فوډ مينوفيکچررز دې سېلاب ځپليو سيمو كښې په خاص توګه ماشومانو لپاره خوراك عطيه كړي٬ د سېلاب له امله په لويه كچه تباهي د نړۍ د پام متقاضي ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
نيويارك21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ماشومانو خوراك جوړونكو ادارو او کمپنيو ته اپيل كړے چې ھغوي سېلاب ځپليو سيمو كښې په خاص توګه د ماشومانو خوراك عطيه كړي، د سېلاب له امله په لويه كچه تباهي شوې ، نړيوال مشران د سېلاب تباهۍ او د پاكستان د معاشي ستونزو نه خبروٶ۔ وزيراعظم څوك چې دا مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77مې غونډه كښې ګډون لپاره په نيويارك كښې دے٬ په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائيو پحقله خپل پېغام كښې ووئيل ما تېره شپه په آن لائن غونډه كښې د سېلاب صورتحال جاج اخستے، د سېلاب له امله په ګرد هېواد كښې تباهي راغلې٬ صوبائي حكومت٬ انتظاميې٬ سركاري چارواكو٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو چې د سېلاب نه پس كومې هلې ځلې او كاروائۍ كړي د اولس په نظر كښې د هغو لوي عزت دے او لوي څښتن به هم دوي ته د محنت صله وركوي۔ وزيراعظم ووئيل د غونډې په مهال معلومه شوې چې په سېلاب ځپلو سيمو كښې د ماشومانو د خوراك مسئله رامخې ته ده۔ وزيراعظم د پاکستان شتمندو په خاص توګه د ماشومانو خوراك جوړٶنكو ځائي كمپنو (فوډ مينوفيکچررز) ته اپيل كړے چې ھغوي ځپلو سيمو كښې كوچنيانو لپاره خوراك عطيه كړي او د اېن ډي اېم اے ٬ پي ډي اېم اے او د پاكستان وسله والو ځواكونو د لارې دا خوراك كوچنيانو ته ورسولې شي۔ وزيراعظم د خېر په كارونو كښې د برخې اخستونكو ادارو او كسانو مننه وكړه او وئې وئيل ځپلي په خاص توګه ماشومان او د دوي مور پلار به دوي لپاره دعاګانې كوي او دا د لوي څښتن د رضا ترلاسه كولو به ذريعه جوړه شي۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال پاكستان د خپل تاريخ د سخت دور څخه تېرېږي٬ د سېلاب تباهۍ د ټولو په وړاندې دي۔وزيراعظم ووئيل ما د خپلې دورې په مهال نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كړي او هغوي د سېلاب د تباهۍ او د دغې په نتيجه كښې د پاكستان د مالي او معاشي ستونزو نه خبر كړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د الله پاك نه دعا غواړو چې زمونږ په خوارۍ كښې بركت واچوي٬ زمونږ مسئلې ختمې كړي٬ پاكستان يو عظيم سوكاله او پرمختللے هېواد جوړ كړي او زمونږ ستونزې ختمې كړي










