د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع به برازيلي خارجه وزير خپل روسيې همڅنګ سره ملاقات كوي

نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي)د برازيل خارجه وزير كارلوس البر ټو فرينكو فرينكا به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع(سبا)د شورو په ورځ د روسيې خپل هم څنګ سره ملاقات كوي۔د تاس نيوز له مخې دا خبره په نيويارك كښې د برازيل سفير د روسيې خبري اژانس ادارې ته كړې۔د برازيل خارجه وزير به د 5 رامخې ته كېدونكې معيشتونو تنظيم (بركس هېوادونو)خارجه وزيرانو په غونډه كښې …

نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي)د برازيل خارجه وزير كارلوس البر ټو فرينكو فرينكا به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع(سبا)د شورو په ورځ د روسيې خپل هم څنګ سره ملاقات كوي۔د تاس نيوز له مخې دا خبره په نيويارك كښې د برازيل سفير د روسيې خبري اژانس ادارې ته كړې۔د برازيل خارجه وزير به د 5 رامخې ته كېدونكې معيشتونو تنظيم (بركس هېوادونو)خارجه وزيرانو په غونډه كښې هم ګډون كوي او د بحرين٬بېلاروس٬كمبوډيا٬انډونېشيا٬جاپان٬تركيي٬متحده عرب امارات او نور هېوادونو هم څنګو او د عرب رياستونو ليګ سېكرټري جنرل احمد ابوالغيث سره به ملاقات كوي۔په دې مهال په هند٬برازيل او سوئېلي افريقا(البسا) ډائيلاګ فورم كښې درې اړخيزه اړيكو ته په وده خبرې اترې هم د برازيل د خارجه وزير په ايجنډا كښې شامل دي

مزید خبریں