ملګرو ملتونو په نائيجېريا كښې د خوراك په كمي قابو موندلو لپاره د 10 ملين ډالرو مرسته جاري كړه

ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو په نائيجېريا كښې د خوراك په كمي قابو موندلو لپاره 10 ملين ډالره د مرستې په توګه جاري كړې دي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك وئېلي چې مركزي بېړني رسپانس فنډ(سي اي آر اېف) د نائيجيريا په شمالي ختيزه سيمه كښې د خوراك كمي سره د مخ شوي اولس مرستې لپاره 10 ملين …

ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو په نائيجېريا كښې د خوراك په كمي قابو موندلو لپاره 10 ملين ډالره د مرستې په توګه جاري كړې دي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك وئېلي چې مركزي بېړني رسپانس فنډ(سي اي آر اېف) د نائيجيريا په شمالي ختيزه سيمه كښې د خوراك كمي سره د مخ شوي اولس مرستې لپاره 10 ملين امريكائي ډالر جاري كړې دي۔ ده ووئيل كه چرې په سمدستي توګه مرسته نه وه شوې نو 5 زره څخه زيات ماشومان مړه يا د ټول عمري له د معذورۍ ښكار كېدې شول۔ ده ووئيل چې د خوراك كمې ماشومان مرګ پلو بوتللې شي۔ده ووئيل چې په ياده شوې سيمه كښې د روان كال په مهال د 5 كلونو څخه د كم عمر نزدې 1.74 ملين ماشومان د خوراك كمي سره مخ كېدې شي۔

مزید خبریں