د كال 2017 نه تر 2020 په ګرده صوبه كښې 304 كارخانې بندې او د بېروزګاره مزدورانو شمېره 5 زره 902 ده٬ خېبر پختونخوا اسمبلۍ ته تفصيلات وړاندې كړې شول

پېښور ۔19ستمبر(اے پی پی)خېبرپختونخوا اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې كال 2017 نه تر كال 2020 په ګرده صوبه كښې 304 كارخانې بندې شوي او دې كښې كاركوؤنكي 5 زره 902 مزدوران بې روزګاره شوي دي۔ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د اے اېن پي غړي خوشدل خان پوښتنه وكړه چې صوبائي حكومت د كال څومره زيان پورته كوي۔ خاص مرستيال عبد الكريم خان ځواب وركړو چې …

پېښور ۔19ستمبر(اے پی پی)خېبرپختونخوا اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې كال 2017 نه تر كال 2020 په ګرده صوبه كښې 304 كارخانې بندې شوي او دې كښې كاركوؤنكي 5 زره 902 مزدوران بې روزګاره شوي دي۔ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د اے اېن پي غړي خوشدل خان پوښتنه وكړه چې صوبائي حكومت د كال څومره زيان پورته كوي۔ خاص مرستيال عبد الكريم خان ځواب وركړو چې د انكم ټېكس معامله د اېف بي آر ده۔ اېکسائز اېنډ کسټم د وفاق مسئله ده۔ پخواني اعلی وزير پروېزخټک 100اېم اېم سی اېف ډی ګېس انډسټریل لپاره ريزور كړې وو په كوم كښې چې 30 فيصده رشكۍ ته وركړې شوې دې۔ صوبائي حكومت د صنعتونو بحالۍ او پرمختګ لپاره ګامونه پورته كړې دي۔ په زنګي كښې انډسټریل اسټېټ جوړولې شي ٬ په اولني ځل منږ انډسټریل پالیسی جوړه كړې ده د كومې له مخې چې د سود نه پاكې قرضې معرفي كړې شوي دي چې حد يۍ دوه كروړه روپۍ دې۔ د اے اېن پي غړې ثمر بلور په خانه كاشت ٬ انتقالات د بندېز په اړه د پوښتنې په ځواب كښې صوبائي صلاحكار تاج محمد ترند ووئيل په خانه کاشت ،انتقالات بندېز د هائيكورټ اېبټ آباد په امر لګېدلې دې۔ د خزانې وزير سليم جھګړا ووئيل صوبائي حكومت زر تر زره د كار په كولو باور لري۔ په دوبئی اېکسپو كښې د غېر متعلقه وګړو د ګډون په اړه د اېم پي اے شاهده د پوښتنې په ځواب كښې خاص مرستيال عبد الكريم ووئيل دوبئی اېکسپو لپاره 496 ملینه روپۍ اېښودلې شوې وې۔ بياهم د غوره منصوبه بندۍ دلارې 67 فيصده رقم بچ كړې شوې دې۔ كه كوم غېر متعلقه وګړې تلې وي نو هغه به په خپل خرڅ تلې وي۔ په دې مهال د شاه داد خان د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې د اوقاف صوبائي وزير ظهورشاکر ووئيل چې د ګرانټ د كمي د لاسه خطيب په فكسډ تنخا ساتلې شوې دې بياهم اعلی وزير ته سمري لېږلې شوې ده چې له مخې به يۍ دوي رېګولر كړې شي۔ د پی پی غړي ثناﺀ الله د پام ګرځونې نوټس وړاندې كولو سره ووئيل ضلع دیربالا تحصیل واړۍ كلي كښې په ګورنمنټ بوائزپرائمری سکول كښې 420 زده كوؤنكو لپاره درې كمرې او 4 استاذان دي كوم چې ناكافي دي چې له مخې يۍ زده كوؤنكي او استاذان ستونزو سره مخ دي۔ په دې د محنت وزير شوكت يوسفزئي ووئيل چې كومو سكولونو كښې پرنسپلز نشته د هغې دې لسټ راكړې شي

مزید خبریں