د رېلوے پخواني وفاقي وزير سردار يعقوب خان ناصر ميډيا سره خبرې

لورالائی۔19ستمبر (اے پی پی) د رېلوے پخواني وفاقي وزير سردار يعقوب خان ناصر ميډيا سره خبرو كښې وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په سمرقند كښې د شنګھائي مرستې تنظيم په غونډه كښې د موسمیاتی بدلون په نتيجه كښې په پاكستان د شوي اغېز ٬ اوسنو بارانونو او د سېلابي صورتحال په اړه نړۍ ته د خپل دريځ وړاندې كولو ٬ د افغانستان د ځانله كولو خطرناكو نتيجو څخه …

لورالائی۔19ستمبر (اے پی پی) د رېلوے پخواني وفاقي وزير سردار يعقوب خان ناصر ميډيا سره خبرو كښې وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په سمرقند كښې د شنګھائي مرستې تنظيم په غونډه كښې د موسمیاتی بدلون په نتيجه كښې په پاكستان د شوي اغېز ٬ اوسنو بارانونو او د سېلابي صورتحال په اړه نړۍ ته د خپل دريځ وړاندې كولو ٬ د افغانستان د ځانله كولو خطرناكو نتيجو څخه د نړۍ خبرولو او په سباؤن كښې د افغان مشرتابه باور ترلاسه كولو په حاجت زور راوړلو به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔ ده ووئيل د چين لارښود لخوا وزيراعظم يو فعاله لارښود ګرځول پاكستان لپاره د كوم درناوي نه كم نه دې۔ ده ووئيل هېواد په دې لنډ وخت كښې د ټاكنو عمل زغملې نه شي۔ ټول هېواد په سېلاب كښې ډوب دے۔ سړي سر شمېره به كول او دې نه وروستو به نوې حلقه بندۍ كول وي۔ ده ووئيل راتلونكي كال كښې د ټاكنو كېدل ممكن دي۔ ده د وزيراعظم لخوا په ټولو ځپليو ضلعو كښې د اګست او ستمبر مياشتو د برېښنا د بلونو د معاف كولو او د برېښنا تر 300 يونټ په كارؤنكو صارفينو د فيول اېډجسټمنټ په مد كښې د ټېكس ختمولو اعلان هركلې وكړو۔

مزید خبریں