ملګري ملتونه 19 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 77مه كلنه غونډه سبا د نهي په ورځ پېل كېږي۔په غونډه كښې به امن او سلامتيا سره اړوندو چارو ته پام ګرځولې شي۔ د كورونا وائرس نړيوالي وبا نه پس په وړمبي ځل په دې غونډه كښې د غړو هېوادونو مشران ګډون كوي۔ وزير اعظم محمد شهباز شريف به د 19 نه تر 23 ستمبر نيويارك كښې د …
د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 77مه كلنه غونډه سبا د نهي په ورځ پېل كېږي

مزید خبریں
ملګري ملتونه 19 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 77مه كلنه غونډه سبا د نهي په ورځ پېل كېږي۔په غونډه كښې به امن او سلامتيا سره اړوندو چارو ته پام ګرځولې شي۔ د كورونا وائرس نړيوالي وبا نه پس په وړمبي ځل په دې غونډه كښې د غړو هېوادونو مشران ګډون كوي۔ وزير اعظم محمد شهباز شريف به د 19 نه تر 23 ستمبر نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په 77مه غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم به په 23 ستمبر د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خطاب كوي۔ وزيراعظم به د ماحولياتي بدلون له امله د اوسني سيلاب په تناظر كښې پاكستان ته پېښ چيلنج په نړيواله كچه پورته كولو سره سره د ماحولياتي بدلون له امله د رامخې ته شوي خطر په اجتماعي توګه مخنيوي لپاره د كوټلې وړاندېزونو خاكه وړاندې كوي۔ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو صدر دفتر كښې د غونډي لپاره سخت حفاظتي اقدامات شوې دي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب منير اكرم اے پي پي ته ووئيل په غونډه كښې په ماحولياتي بدلون بحث زمونږ لپاره خاص اهميت لري۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به په 23 ستمبر د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خطاب كوي۔ په غونډه كښې به چې په كومو مسئلو بحث كېږي په هغو كښې د كشمير مسئله ،د فلسطين مسئله ، افغانستان، د ايران جوهري لوظنامې خبري اتري او د كوريائي سيمي صورتحال شامل دې۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډي په موقع به وزير اعظم د افريقې يونين،اروپا يونين او امريكا د اړخه په شريكه توګه د غذائي تحفظ په اړه د نړيوالو مشرانو غونډې او د كوپ 27 نړيوالو لارښودو په غونډه كښې ګډون هم كوي۔دا دواړه غونډې نړيوالي ورورولۍ ته د پېښو دوه مهم چيلنجونو مخنيوي لپاره په كوټلي اقدامات غور لپاره مهم پليټ فارم دي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د بيلو هېوادونو وزير اعظمانو ،د جنرل اسمبلۍ صدر او د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل په شمول د نړيوالو تنظيمونو، نړيوالو مالياتي ادارو او فلاحي تنظيمونو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔په دې موقع به د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل او د امريكې صدر د اړخه د وركړې كيدونكې استقباليې په مهال به نړيوالو لارښودو ته يو بل سره د خبرو اترو موقع ترلاسه شي۔خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به هم وزيراعظم سره وي او هغه به به بيلو دستورو كښې ګډون كولو سره سره د نورو هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه كوي،هغه به ميډيا او تھنك ټينك سره خبرو كولو سره سره د جي 77 او د او آئي سي كلنو غونډو او د جمو او كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ غونډه كښې هم ګډون كوي










