كيپ ټاؤن 19 ستمبر (اے پي پي) د جنوبي افريقې پونګولا سيمه كښې د زدكونكو وړونكي ډبل كيبن او ټرك خپلو كښې د ټكر كېدو په نتيجه كښې 21 كسان مړه شوې دي۔ د امريكې ميډيا د جنوبي افريقې ځائي ټريفك پوليس په اړه ووئيل پېښه تيره ورځ پونګولا كښې په قامي روټ اېن-2 هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ټرك د تند رفتارۍ له امله اوور ټيك …
جنوبي افريقا،ترافيكي پېښه كښې 21 كسان مړه شول

مزید خبریں
كيپ ټاؤن 19 ستمبر (اے پي پي) د جنوبي افريقې پونګولا سيمه كښې د زدكونكو وړونكي ډبل كيبن او ټرك خپلو كښې د ټكر كېدو په نتيجه كښې 21 كسان مړه شوې دي۔ د امريكې ميډيا د جنوبي افريقې ځائي ټريفك پوليس په اړه ووئيل پېښه تيره ورځ پونګولا كښې په قامي روټ اېن-2 هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ټرك د تند رفتارۍ له امله اوور ټيك كولو سره له بلي پلو راروان ډبل كيبن سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 19 زدكونكي په ټكي مړه شوې دي۔ ريسكيو ډلو مړه او ژوبل كسان روغتون ته رسولې دي۔ د پوليس له مخې د ټرك ډرائيور خپل ځان پخپله پوليس ته حواله كړې كوم به چې نن عدالت ته وړاندې كولې شي










