كراچۍ 17ستمبر (اے پي پي) پاك فضائيه د اړخه خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او جنوبي پنجاب سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي كاروائي او ډيزاسټر ريليف آپريشنز روان دې۔ پاك فضائيه د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې پاك فضائيه ريجنل كمانډز او ائير بيسز سيلاب ځپليو سيمو كښې سيلاب ځپليو له خوراك، رهائش، طبي آسانۍ او ضروري سامان وركولو كښې عمل كښې بوښت دي۔پاك فضائيه سيلاب ځپليو لپاره 4 زره …
پاك فضائيه سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي كاروائي او ډيزاسټر ريليف آپريشنز روان دي

مزید خبریں
كراچۍ 17ستمبر (اے پي پي) پاك فضائيه د اړخه خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او جنوبي پنجاب سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي كاروائي او ډيزاسټر ريليف آپريشنز روان دې۔ پاك فضائيه د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې پاك فضائيه ريجنل كمانډز او ائير بيسز سيلاب ځپليو سيمو كښې سيلاب ځپليو له خوراك، رهائش، طبي آسانۍ او ضروري سامان وركولو كښې عمل كښې بوښت دي۔پاك فضائيه سيلاب ځپليو لپاره 4 زره 848 لپاره خيمې ، 3 لكهه 77 زره 457 د خوراك پيكټ، 3095.25 ټنه خشك راشن او 2 لكهه 31 زره 693 ليټره د څښلو اوبه وركړي دي۔دې نه ځانله پاك فضائيه 45 ميډيكل كيمپس جوړ كړې دي چرته چې تر اوسه 56 زره 559 رنځورانو طبي معائنه هم شوې ده۔19زره 807 كسانو له رهائش لپاره 20 ټينټ سيټيز او 54 ريليف كيمپس هم جوړ شوې دي۔ پاك فضائيه چورلكو او ټرانسپورټ فليټ هم د تيرو 24 ساعتونو په مهال 255 پروازونه كړي او سيلاب ځپليو سيمو كښې ګهير شوې 99 كسان ئې حفاظت سره واروستلي دي۔










