پېښور 15ستمبر (اے پي پي) تاجكستان د زيارت په ورځ په جمرود اېن اېل سي ټرمينل د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان 80 كاډي پاكستان ته سپارلې دي ۔ په ګاډو كښې 500 ټنه اوړه٬ يو زر ټن سيمنټ٬ يو زر ټن سكاره٬ 5 زره ټنه د څښكلو اوبو بوتلې او 2 زره د چتونو څادرې په پاكستان كښې د تاجك سفير عصمت الله نذير د وزيراعظم صلاحكار امير …
د تاجكستان لخوا په جمرود اېن اېل سي ټرمينل د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان 80 كاډي پاكستان ته وسپارلے شول

مزید خبریں
پېښور 15ستمبر (اے پي پي) تاجكستان د زيارت په ورځ په جمرود اېن اېل سي ټرمينل د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان 80 كاډي پاكستان ته سپارلې دي ۔ په ګاډو كښې 500 ټنه اوړه٬ يو زر ټن سيمنټ٬ يو زر ټن سكاره٬ 5 زره ټنه د څښكلو اوبو بوتلې او 2 زره د چتونو څادرې په پاكستان كښې د تاجك سفير عصمت الله نذير د وزيراعظم صلاحكار امير مقام ته سپارلي دي۔په دستوره كښې سيمه ايزو اولسي استازو او ځايې كسانو هم ګډون وكړو۔د مرستې سامان به سېلاب ځپليو سيمو ته رسولې شي چرته چې دا ورلډ فوډ پروګرام او اېن ډي اېم اے د لارې تقسيمولې شي۔په دستوره كښې د تاجك سفير عصمت الله نذير ووئيل دا مرسته د تاجكستان حكومت او اولس لخوا رالېږلې شوې دغسې چې پاكستان په دې سخت وخت كښې اسلامي هېواد اولس خذمت او مرسته وكړي۔د وزيراعظم صلاحكار امير مقام ووئيل په پاكستان كښې سېلاب سږ كال د كشمير او ګلګت بلتستان پشمول په څلورو صوبو كښې تباهي كړې چې پكښې 1400 كسان په حق رسېدلې٬په زرګونو كسان ژوبل او په لاكهونو كسان بې كروه شوي دي ۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د سېلاب ځپليو رېليف٬بحالۍ او آبادكارۍ لپاره عملي اقدامات كوي۔ده په دې سخت وخت كښې د خپلو پاكستانو وروڼو په مرسته كولو د تاجكستان حكومت او اولس مننه وكړه۔په دستوره كښې د جمرود اسسټنټ كمشنر شكيل احمد اتمانزئي٬د پاكستان مسلم ليګ(ن)سردار اعظم آفريدي٬عمران لاله٬بادشاه آفريدي٬سيد ولي شاه٬امان الله٬زرولي آفريدي او د اړوند محكمو افسران په لويه شمېره موجود وو










