آواران كښې كيډټ كالج جوړول يو ښه پيشرفت دے د پاك پوځ مننه كوو،د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو

كوئټه 15 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي آواران غوندې سيمه كښې كيډټ كالج جوړول يو مهم پيشرفت دے كوم لپاره چې د سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه او پاك پوځ مننه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده بلوچستان آوران سيمي جھل جھاؤ كښې د بريفنګ نه پس خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل آواران كښې امن راوستو لپاره د پاك پوځ ،اېف سي او ليويز فورس …

كوئټه 15 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي آواران غوندې سيمه كښې كيډټ كالج جوړول يو مهم پيشرفت دے كوم لپاره چې د سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه او پاك پوځ مننه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده بلوچستان آوران سيمي جھل جھاؤ كښې د بريفنګ نه پس خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل آواران كښې امن راوستو لپاره د پاك پوځ ،اېف سي او ليويز فورس خذمات د ستائني وړ دي،امن او استحكام لپاره د ځانونو قرباني وركوونكو اهلكارو او وګړو ته پيرزؤنې وړاندې كوو۔ وزيراعليٰ د سيمې او په خاص توګه ځوانانو له د كيډټ كالج په جوړولو مباركي وركولو سره ووئيل د آواران اولس د خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے، نن ورځ د آواران په تاريخ كښې يوه روښانه ورځ ده۔ په دې موقع وزيراعلي د نوې جوړ شوي كيډټ كالج معائنه هم وكړه،په دې مهال وزيراعليٰ ته پراجيكټ ډائريكټر د اړخه د منصوبې په اړه بريفنګ وركړے شو

مزید خبریں